د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

پنځلس کاله مدني خدمتونه


د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو اعلامیه

ټاکنیز اصلاحات سربېره پر دې چې د ټاکنو د بهیر سمون، د سیاسي ګوندونو د رول پیاوړتیا، د پياوړي پارلمان او سالم اپوزیسیون جوړېدو لپاره د هېواد او د وګړو یو له اړتیاو څخه دی، په سیاسي هوکړه لیک کې د ملي یووالي حکومت د جوړښت یو له شرطونو څخه هم شمېرل کېږي؛ ځکه چې تېرو کړکېچنو ټاکنو پر ټاکنیز نظام او بنسټونو باندې د خلکو باور له منځه یووړ او وټاکل شوه ترڅو راتلونکی حکومت د نظام اصلاح او باور بیا راژوندي کولو باندې کار وکړي. تر څو چې ټاکنیز نظام او بنسټونه اصلاح نشي راتلونکې ټاکنې به بیا هم له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ شي او خلک به د بې باورۍ له کبله پکې ګډون ونه کړي. د ملي یووالي حکومت د جوړښت د هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې وه چې د حکومت له جوړېدو سمدلاسه وروسته ټاکنیز اصلاحات پیل شي، خو له بده مرغه چې یاد اصلاحات د دوه کلونو لپاره له سیاسي بندون سره مخامخ شول تر څو چې د کمیسیونونو نوي غړي د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ په لومړۍ د ټاکنیزو اصلاحاتو د لومړي پړاو د پلي کېدو په توګه ټاکنیزو کمیسیونونو ته ور وپېژندل شول. اوس د اصلاحاتو د نورو پړاونو پلي کول د ټاکنیزو کمیسیونونو پورې اړه لري ترڅو د رڼو، ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره لار هواره کړي.

نور جزئیات

بشپړ رپوټ

12/28/2016

نېټه

150

د ګډون کوونکو شمېر

یوه ورځنۍ

موده

کابل

ولایت

له موږ سره اړیکه


پته: کارتي سی| آبي پارک کوڅه|حبیبی ټاور شاته|۴۱ مه شمیره کور| کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 310664-0799

د اړیکې شمېره: 888242-0783

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2021 | FEFA