د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه

څوارلس کاله مدني خدمتونه

د ځوانانو د ګډون پیاوړتیا

سیاسي ګډون او ټاکنې هغه میکانیزمونه دي چې د ټولنې د شرایطو وړ ټول وګړي کولای شي د هغو له لارې د خپل سیاسي برخلیک په ګوته کولو او د سیاسي استازو او مدیرانو په ټاکنه کې ګډون وکړي او په ټولیزو چارو کې خپل نظر او غوښتنه څرګنده کړي. د سیاسي پروسو په تېره بیا د ټاکنو او اهمیت په اړه یې د ځوانانو پوهه فکري بلوغ او همدارنګه د پروګرامونو طرحه کولو ته اړتیا لري. فیفا د دغه مورد په پام کې نیولو سره د ځوانانو د سیاسي ګډون تر مخ د پرتو ننګونو او ستونزو د له منځه وړلو، د شونو فرصتونو پلټنې او سیاسي پروسو او د رهبرۍ کچو ته د ځوانانو د هڅونې په موخه یو لړ پروګرامونه جوړوي.

کاري پړاونه

د ځوانانو د سیاسي حقونو د پیاوړتیا او په سیاسي پروسو کې د ځوانانو د ګډون په برخه کې د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې پر مټ شوي فعالیتونه په لاندې ډول دي:

خبرپاڼې

د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله د ښه دريځ لپاره د موضوع...

کنفرانسونه

د ځوانانو د ډلې کنفرانس له ښکېلو بنسټونو سره د وړاندیزونو د شریکولو...

طرحې

د وړاندیزي طرحې مهمه موخه په سیاسي پروسو کې د ځوانانو د ګډون پر وړاندې...

میاشتني غونډې

د عدالت غوښتنې ډله د لا زیاتې همغږۍ په موخه میاشتنۍ غونډې جوړوي...

د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله

د ځوانانو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډله چې د ملي شورا، د مدني ټولنې د بنسټونو، د خپلواکو کمیسیونونو، د ولایتي شورا، د ځوانانو معینیت او د رسنیو له استازو څخه جوړه ده، په سیاسي پروسو کې د ځوانانو د رول د پیاوړتیا په موخه د فیفا موسسې په تخنیکي او تسهیلاتي همکارۍ له تېرو پنځو کلونو راپدې خوا را منځ ته شوې. دغې ډلې په منظمو او پرله پسې غونډو کې ګڼ شمېر وړاندیزي طرحې چمتو کړي او له اړوند مراجعو سره یې شریکې کړي دي.

له موږ سره اړیکه


پته: د حجاري او نجاري کوڅه، کارته چهار، کابل، افغانستان

د اړیکې شمېره: 82-0060-0772

د اړیکې شمېره: 52-3636-0782

برېښنالیک: info@fefa.org.af

زموږ رایه، زموږ راتلونکی

د کاپي حق محفوظ دی | 2019 | FEFA